د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نننۍ سیالي د کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز ترمینځ ده


د اسلام اباد یونایټېډ اعظم خان (له ښي لوري لومړی) او فهیم اشرف د مارچ پر پینځمه په ښه بیټېنګ خپله لوبډله د بریا پر لوري یوړه.
د اسلام اباد یونایټېډ اعظم خان (له ښي لوري لومړی) او فهیم اشرف د مارچ پر پینځمه په ښه بیټېنګ خپله لوبډله د بریا پر لوري یوړه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې کوټه ګليډیېټرز او کراچۍ کېنګز له یو بل سره لوبه لري.

د مارچ پر شپږمه په راولپېنډۍ کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې، د مارچ پر پینځمه اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې کوټه ګلیډیېټرز ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه. د راولپېنډۍ په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ کوټه ګلیډیېټرز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې.

په ځواب کې اسلام اباد یونایټېډ په ۲۰م اوور کې هدف پوره کړ خو د هغې لوبډلې لپاره دا اسانه نه ول ځکه چې د سیالۍ په یوه برخه کې یې په لنډ وخت کې څلور لوبغاړي وسوځېدل. تر دې وروسته اعظم خان او فهیم اشرف بیټېنګ پر مخ یووړ او د خپلې لوبډلې بریا ته یې لاره هواره کړه.

په هغو سیالیو کې لومړی مقام د لاهور قلندر لوبډلې دی چې ۱۲ شمېرې یا پواینټونه یې ترلاسه کړي دي. د مارچ پینځمې سیالۍ له ګټلو سره د اسلام اباد یونایټېډ شمېرې ۱۰ شوې او په دې توګه له ملتان سلطانزه یې دویم مقام ونیو. ملتان سلطانز په اتو پواینټونو درېیم، پېښور زلمي په شپږو پواینټونو لرلو پر څلورم، کراچۍ کېنګز پر پینځم او کوټه ګلیډیېټرز پر شپږم مقام دي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG