د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالولي کاکړ د بلوچستان نوی ګورنر وټاکل شو


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان نېشنل ګوند (بي این پي) مرکزي مرستیال مشر ملک عبدالولي کاکړ د هغه صوبې نوی ګورنر ټاکل شوی دی.

دا فیصله پرون د مارچ پر دویمه د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې په یوه غونډه کې شوې ده. په دغه غونډه کې د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړی سردار اختر مینګل او نوی ټاکل شوی ګورنر ملک عبدالولي کاکړ هم موجو ول.

د ملک عبدالولي کاکړ پلار، ملک عبدالعلي کاکړ په خداي خدمتګار تحریک کي په کال ۱۹۳۶ کې شامل شوی وو، او د هغه تحریک یو فعاله غړی پاتې شوې وو.

له هغې وروسته د خان عبدالصمد خان، خان عبدالولي خان او غوث بخش بزنجو او سردار عطا الله مینګل نه یوازې ملګرې وو بلکې په ملکي سیاست کي یې مهم رول لوبه ولې وو.

بلخوا ملک عبدالولي کاکړ هم د طالبعلمۍ له وخت څخه په سیاست کې پاتې شوی چې وروسته د بلوچستان نیشنل ګوند یو مهم غړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG