د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېټالیا کې د کډوالو کښتۍ ټکر په پېښه کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي


پولیسو او ژغورونکو په سیمه کې مرستندویه عملیات کړي او ۵۰ کسان یې ژغورلي - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.
پولیسو او ژغورونکو په سیمه کې مرستندویه عملیات کړي او ۵۰ کسان یې ژغورلي - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.

د اېټالیې اسنا او یوشمېر نورو خبري اژانسونو ویلي دي چې د هغه هېواد له کلابرییا سیمې ساحل ته نېږدې په سمندرګي کې له ګټانو (ډبرو) سره د کډوالو یوې کښتۍ جنګېدو په پېښه کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.

رسنۍ وايي دا پېښه د فبرورۍ پر ۲۶مه شوې او د کروتون ولایت په ساحلي سیلانۍ سیمه کې ۲۷ مړي موندل شوي دي.

اندروکرونوس خبري اژانس ویلي دي چې په هغه کښتۍ کې له ۱۰۰ زیات کډوال سپاره ول.

اژانس وايي، د پېښې له ځایه شاوخوا ۵۰ تنه ژغورل شوي دي.

اژانس وايي، هغه کښتۍ د خراب سمندري موسم له کبله له ګټانو سره وجنګېده.

په هغه کښتۍ د پاکستان، افغانستان او ایران کډوال سپاره ول.

د مرکزي مدېترانې یا د روم سمندرګي لاره د نړۍ له خطرناکو لارو ګڼل کېږي. په هغه سمندرګي کې اروپا ته تر رسېدو مخکې د کډوالو ګڼې نورې کښتۍ هم ډوبې شوي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په مدېترانې سمندرګي کې شاوخوا ۲۶،۰۰۰ کډوال ډوب شوي. له دې ډلې څخه یوازې ۲،۰۰۰ تنه په ۲۰۲۲ز کال کې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG