د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې نن درېیمه ۲۰ اووره سیالي لري


نجیب الله ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د بیټېنګ پر مهال - پخوانی انځور.
نجیب الله ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د بیټېنګ پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلو ترمينځ د درې ۲۰ اووره سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۹مه د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې کېږي.

هغه سیالي د کابل پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د پېښور پر اووه بجو پیلېږي.

د افغان لوبډلې کپتان راشد خان وروستۍ سیالي ځکه مهمه بولي چې د فبرورۍ ۱۸مې نېټې لوبه متحده عرب اماراتو او تر دې مخکې د فبرورۍ ۱۶مې هغه افغان لوبډلې ګټلې وه او په دې توګه لوبلړۍ مساوي شوې ده.

د فبرورۍ پر ۱۸مه لومړی بیټېنګ افغانستان وکړ خو ژر یې د لوبغاړو سوځېدو له کبله لوبه ورو شوه او په تېزۍ یې منډې جوړې نه کړای شوې. په ۲۰ اوورونو کې افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړای شوې.

په ځواب کې اماراتي لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او سیالي یې په نهو وېکټو وګټله. د هغې لوبډلې محمد وسیم ۹۱ منډې جوړې کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمينځ دا لوبلړۍ تر هغه وروسته تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره د درو یو ورځنيو لوبو لړۍ، چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه.

اسټرالیا هغه اقدام د طالبانو له ‌خوا د ښځو او نجونو پرحقونو د تېري په غبرګون کې کړی وو.

پر دې برسېره، په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د درو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کې يو بل ته مخامخې شي.

د هغو سياليو کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه خو دواړو خواوو تایید کړې چې د افغانستان په کوربه توب به په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG