د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په اورګاډي کې په چاودنه کې ۱ ښځه وژل شوې، ۳ کسان ژوبل


د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر کې په اورګاډي کې د سیلېنډر چاودنې او اور لګېدو له کبله ۷۳ کسان وژل شوي ول - دا انځور د هم هغې پېښې دی.
د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر کې په اورګاډي کې د سیلېنډر چاودنې او اور لګېدو له کبله ۷۳ کسان وژل شوي ول - دا انځور د هم هغې پېښې دی.

په پاکستان کې له کوټې څخه پېښور ته په تلونکي اورګاډي کې چاودنه شوې چې پکې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ژوبل دي.

د پاکستان رسنۍ وايي، چاودنه د فبرورۍ پر ۱۶مه د ملتان ډېوېژن له چیچه وطني سیمې سره نېږدې د اورګاډي په څلورمه ډبه کې شوې ده.

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه لیکي چې پولیسو د وژل شوې ښځې جسد او ژوبل کسان روغتون ته لېږدولې دي.

ورځپاڼه د اورګاډو ادارې د ویاند بابر علي له خولې وايي چې د جعفر اېکسپرېس په نوم په اورګاډي کې چاودنه د ګیس ډبې یا سیلېنډر چاودېدو له وجې شوې ده.

دی زیاتوي، مساپرو سیلېنډر په خپل سامان کې پټ تشناب ته وړی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې د پېښې په تړاو څوک نیول شوي او که نه.

تر دې مخکې د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر کې له کراچۍ څخه راولپېنډۍ ته په تلونکي اورګاډي کې د سیلېنډر چاودنې له کبله د اور لګېدو په پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوي او ۴۰ ژوبل شوي ول.

هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مساپرو په رېل ګاډي کې د سباناری (ناشته) پخوله چې سیلېنډر وچاودېد او له کبله یې اور ولګېد.

پاکستان: اورګاډي کې اورلګېدو ۷۳ کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG