د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونيسېف د يو راپور پر اساس ويلي چې په په افغانستان کې په تېره جنورۍ میاشت کې سلګونه ماشومان د سړې هوا او ناروغیو له کبله مړه شوي دي.
یونېسف بې له دې چې د مړو شویو ماشومانو کره شمېر وښيي، د فبرورۍ پر ۱۳مه ناوخته يې پر خپله ټویټر پاڼه دا خبر خپور کړی دی.
یونيسېف دا نه دي لیکلي چې دغه ماشومان د افغانستان په کومو سیمو کې مړه شوي دي.
دغې ادارې وړاندې لیکلي، مرستندويه ډلې یې په ټول افغانستان کې د ژمي پر مهال د خلکو لاسنیوی کوي.
تر دې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت ویلي وو چې د سړې هوا له کبله په هغه هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ کسان مړه شوي او لسګونه زره څاروي له مينځه تللي دي.