د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منګل مېشتو سیمو اوسیدونکي د روغتیايي اسانتیاوو له کمښته کړېږي


د خوست د منګل مېشتو سیمو اوسیدونکي وايي، چې سیمه یې غريیزه ده او لارې یې خرابې دي.
د خوست د منګل مېشتو سیمو اوسیدونکي وايي، چې سیمه یې غريیزه ده او لارې یې خرابې دي.

د خوست د منګل مېشتو سیمو اوسیدونکي وايي، چې سیمه یې غريیزه ده او د لارې د خرابوالي او همدارنګه د خوړونو او سیلابونو له لاسه نه شي کولی، پر وخت خپل ناروغان روغتونونو ته ورسوي.

دوی وايي، په تېرو شلو کالونو کې د دوی سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او ارامه شپه او ورځ يې نه درلوده، خو اوس چې یو څه کراري راغلې، بیا هم له چارواکو او موسساتو هېر دي.

منګل مېشتي خپله تر ټولو مهمه ستونزه د روغتیا د برخې ګڼي او وايي چې د دې برخې خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري.

د موساخېلو ولسوالۍ د تیرکي کلي اوسیدونکي سورګل مشال راډیو ته وویل، دوی ته په تېر جمهوریت کې کیلینک منظور وو، خو د نا امنیو له کبله بلې ساحې ته ولیږدول شو.

د خوست د موساخېلو سیمه
د خوست د موساخېلو سیمه

نوموړي زیاته کړه: "اکثره وخت موږ د خوړ او سیلاب له لاسه خپل ناروغان پر وخت ښار ته نشو بیولی، ځکه ډېرې اوبه راوځي او په خوړ تګ راتګ نه کیږي، مخکې دولت راته منظور کړی وو، خو د جګړې دلاسه توت پالي سیمې ته ویوړل شو، هغه خلک خوست ښار ته هم نږدې دي، خو موږ د ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. "

د دې سیمې یو بل اوسیدونکی دورما خان وايي، د خلکو اقتصاد ژوبل دی او هر څوک د دې وس نه لري، چې تر ښاره دې خپل ناروغ ته دربست موټر ونیسي او په دې ګرانیو کې دې د ناروغی پیسې هم ورکړي.

دی وايي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه له دوی مخکو سیمو ته ځي، خو د دوی سیمه په پلان کې نه ده ورکړل شوې او د ناروغانو درملنه يې نه کوي.

خوست کې نوي راغلي وزيرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د منګل مېشتو سیمو اوسیدونکي وايي، دوی ته هغه وخت ډېر ستونزمن وي، چې ناروغي ولري او په لاره کې خوړ او سیلاب راوتلی وي.

ځايي اوسیدونکی ذین الله وویل، د سړکونو او پلونو اړتیا يې په وار وار له چارواکو سره شریکه کړې ده، خو عملاً ورباندې کار نه دی پیل شوی. دی هم په ټېنګار غوښتنه کوي، چې هر څه ته چاره جوړولی شي، خو ناروغی ته چاره نه جوړیږي؟

د موساخېلو اوسیدونکي د سرپناه او خوراکي توکو د ستونزو یادونه هم کوي او وايي، بې وسه دي او په ډېرو مشکلو شپې او ورځې سبا کوي.


قومي مشر احمد وویل: "د موساخېلو سیمه سختې جګړې ځپلې ده، اول خط زموږ په کورونو باندې وو، دې دولت موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړې، موږ کونډې، یتیمان او جګړه ځپلي خلک لرو، سرپناوې نه لرو، په یوه کور کې پنځه-پنځه کډې پرتې دي، که رښتیا دا موسسې، دا امارت او دا سیاستمداران زموږ خبرې اوري، باید موږ سره هر ډول مرسته وکړي، په سلو کورنیو کې يې اتلسو کورنیو سره مرسته کړې او نور پاتې دي. "

نیک نام د منګل سیمو بل اوسیدونکی دی، هغه وویل، په دې غره کې وړې، وړې پټۍ لري، خو هغه هم خوندي نه دي او همیشه ورباندې خوړ راځي او ځینې وختونه دا پټي له ځانه سره وړي.

دی وايي، په تېر جمهوریت کې ورته څه نا څه کارونه شوي، خو د څښاک د پاکو په ګډون هره برخه کې اوس هم پریمانه ستونزې لري.

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ روغتون له ۵ کلونو راهیسې غیر فعاله دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00


بل لوري ته د خوست روغتیايي چارواکي د منګل مېشتو سیمو د اوسیدونکو ستونزې پر ځای بولي او وايي، دوی ته له یادو سیمو ډیرې عریضې ورغلي، چې اړوندو ادارو سره يې شریکې کړې دي.

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل کریم مندوزي وویل، دوی په پام کې لري، چې په روان زیږدیز کال کې په منګل میشتو سیمه کې یو اساسي کیلینک جوړ کړي، خو کچیرې امکانات محدود وو او لاس په لاس دا کار ناشونی وو، ګرځنده روغتیايي ټیمونو ته به دنده وسپاري، چې سپینې سیمې د اوس لپاره په خپلو خدمتونو کې شاملې کړي.

XS
SM
MD
LG