د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ځدراڼ میشتي وايي، د ژوند بنیادي سهولتونه نه لري


ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.
ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.

د پکتیا ولایت د درو ځدراڼ میشتو ولسوالیو(شواک،ګرده څېړۍ-وزي ځدران) اوسیدونکي وايي، چې دوی د څښاک د پاکو اوبو، روغتیا، پوهنې، کرهڼې، سړکونو او د ژوند په نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

که څه هم یادې درې واړه ولسوالۍ د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې پرتې دي، خو درې يې یو بل لوري ته غځیدلي او خلک يې د غرونو په سرونو او ډډو کې ژوند کوي. دوی وايي، په تېر کې جګړې او ګواښونه د دې لامل شوي ول، چې د دوی سیمې د بنسټیزو پروژو له پلي کیدو بې برخې پاتې شي.

ځدراڼ میشتي په ځانګړې ډول له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې اوسمهال دې دوی ته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره یو شمېر بنسټیزې پروژې پلي کړي.

ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.
ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.

د شواک اوسیدونکي نورخان مشال راډيو ته وویل، د ژوند په هېڅ برخه کې لازمې اسانتیاوې نه لري.
نوموړي زیاته کړه: "د ځدارڼو وزي ولسوالۍ، ګرده څېړۍ او شواک ولسوالیو ته د نورو سیمو په پرتله لس سلنه کار هم نه دی شوی، هیله مو داده چې ځدراڼ میشتو ولسوالیو ته توجه وشي، ښوونځیو ته دې پام وشي، د خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته دې پام وشي، خلک بې کاره دي او په کیلینکونو کې يې د اړتیا وړ درمل نشته."

د ځدراڼ مېشتو سیمو اوسیدونکو وویل، خپلې ستونزې يې په رسمي او غیر رسمي ډول له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي، خو د دوی مشکلاتو ته رسیدنه نه ده شوې.

د شواک ولسوالۍ قومي مشر ادم خان وايي، د دوی تر ټولو مهمه اړتیا د پاکو اوبو برابرول دي، ځکه په دې پورې د کورنیو د غړو روغتیا تړلې ده. نوموړی زیاتوي، دوی په غرونو کې اوسیږي او تر اوسه ورته سړکونه نه دي جوړ شوي، که کوم ناروغ له غره څخه لارې ته راکوزوي، نو ډېر وخت ورباندې تیریږي او د ناروغ تکلیف ورسره ډیریږي.

د ښوونځيو د ودانیو اساسي ترمیم د پکتیا او حتی د هېواد په کچه د ښوونې روزنې په برخې له مهمو اړتیاوو ګڼل کیږي.

ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.
ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.

د شواک د شبک خېلو د کلي اوسیدونکی رحیم چې د یو ښوونځي زده کوونکی دی وايي، د دوی د ښوونځي د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هواره شوه، خو ښوونځی يې اساسي ترمیم ته اړتیا لري.
دی زیاتوي، په ښوونځي کې يې مسلکي ښوونکي لږ دي او همدارنګه میزونه، چوکۍ کتابونه او نور وسایل هم نه لري.

یو بل زده کوونکی عثمان بیا د وزي ځدراڼو اوسیدونکی دی، نوموړی وايي، دوی ته د ښوونځي وداني ترمیم شوه، خو د نورو ځدراڼ میشتو سیمو په شان د پوهنې هره برخه يې له ستونزو ډکه ده.
دی هم وايي، ښوونځي يې په وروستیو جګړو کې زیانمن شوي او غوښتنه يې داده چې د نورو رغنیزو چارو په خوا کې د ټولو ښوونځي اساسي ترمیم ته پاملرنه وشي.

ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.
ځدراڼ مېشتي وايي، ستونزې يې له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي بیا وايي، د نړیوالو بنسټونو په مرسته په وروستیو میاشتو کې په مرکز او ولسوالیو کې یولس بابه ښوونځي په اساسي ډول ترمیم شوي، خو لا هم لسګونه نور ښوونځي رغونې ته اړتیا لري.

د پکتیا د پوهنې رئیس وکیل خالد وویل، د دوی د فني او تخنیکي ټیمونو د سروې پر اساس اتیا بابه ښوونځي باید ترمیم شي، چې د ده په وینا راتلونکی کال به ورباندې کار پیل شي. نوموړی زیاتوي، یاد ښوونځي ځینې د اړوند وزارت او یو شمېر يې هم د یونسیف په ګډون د یو شمېر همکارو موسساتو لخوا ترمیمیږي.

بل لوري ته د پکتیا د کلیو پراختیا رئیس میرزاجان صادق وايي، دوی ملي او نړیوالو بنسټونو او موسساتو ته وړاندیزونه کړي، تر څو په هغو سیمو او ولسوالیو کې چې خلک يې په ځانګړې ډول د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو په برخو کې ستونزې لري، په راتلونکې لمریز کال کې هغو سیمو کې بیلابیلې پروژې پلي کړي او د امکاناتو په شتون کې خلکو سره د دوی د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG