د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې مشرانو د امنیت او پرمختيايي کارونو غوښتنه وکړه


د کورمې مشر له ځايي انتظامیې او پوځي چارواکو سره جرګه کوي
د کورمې مشر له ځايي انتظامیې او پوځي چارواکو سره جرګه کوي

د کورمې په پاړه چینار کې ځايي مشرانو له چارواکو سره په غونډه کې په سيمه کې د امنيت ټينګښت غوښتنه کړې ده.

ځايي مشرانو د جنورۍ پر ۲۸مه، له چارواکو سره د امنيت ترڅنګ په روانو ترقیاتي چارو او د ځمکو او پر نورو شخړو هم خبرې وکړي.

په غونډه کې شامل د للمې، ملک اصغر حسین مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې د بر، کوز او منځني کرمې مشرانو ګډون درلودو. د هغه په وينا خلکو غوښتنه وکړه چې په کورمه کې دې امن پر ځای او پرمختيايي‌کارونه وشي.

دا غونډه په داسی وخت کې شوی چې چارواکو د خیبر پښتونخوا ۱۱ نورو ضلعو سره په کورمې کې هم د اقتصادي زون د جوړولو ژمنه کړ ده. بلخوا وفاقي وزیر ساجد حسین توري ويلي چې په سیمه کې اقتصادي زون د جوړېدو لپاره ځمکه اخلي او د مقامي مشرانو او چارواکو يوه کميټۍ به جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG