د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر کې کوهي ته پرېوتی ماشوم له ویستل کېدو وروسته خاورو ته وسپارل شو


درې کلن یحیا اپرېدی د جنورۍ پر ۱۰مه کوهي ته پرېوتی وو - د جنورۍ ۱۹مې انځور.
درې کلن یحیا اپرېدی د جنورۍ پر ۱۰مه کوهي ته پرېوتی وو - د جنورۍ ۱۹مې انځور.

د خیبر ضلعې د باړې په عالم ګودر کلي کې له کوهي ته پرېوتی ماشوم له راویستل کېدو وروسته خاورو ته وسپارل شو.

دا ماشوم یحیا اپریدی نومېده، درې کاله عمر یې وو او د جنورۍ په ۱۰مه د برمې وچ کوهي ته پرېوتی وو.

د باړې تحصیل مرستیال کمېشنر شهاب الدین خان مشال ریډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه د ماشوم جسد له کوهي راوویستل شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو.

درې کلن یحیا اپرېدی د جنورۍ پر ۱۰مه د باړې په عالم ګودر کې خوا وشا ۱۲ انچه قطر لرونکي وچ بور یا تنګ کوهي ته ورپرېوتی وو. د سیمې اوسېدونکي او د یحیا اپرېدي کورنۍ وايي چې په پټي کې د پخواني کوهي پر سر لرګي ايښودل شوي ول چې هغه وراسته شوي ول او چې کله ماشوم ورباندې وخوت نو لرګي مات شول او هغه ورپرېوت.

تر دې وړاندې له کوهي نه د ماشوم د راویستلو لپاره ځايي اوسېدونکو کوششونه وکړل خو بریالي نه شول. د اپرېدي کورنۍ او د عالم ګودر خلکو بالاخره هغه کوهی د ماشوم قبر وګرځاوه خو پر ټولنیزو شبکو تر بحث وروسته د جنورۍ پر ۱۹مه د هغه د ایستلو هڅې بیا پیل شوې.

د یحیا اپریدي د جسد د راویستلو لپاره هم هغه تنګ کوهی په ډرل مشین په کیندلو سره پراخه کړل شو: انځور له ارشیفه
د یحیا اپریدي د جسد د راویستلو لپاره هم هغه تنګ کوهی په ډرل مشین په کیندلو سره پراخه کړل شو: انځور له ارشیفه

د هغه د مړي راویستلو لپاره هم هغه تنګ کوهې په ډرل مشین په کیندلو سره پراخه کړل شول او رضا کارانو اخر کار بېګا ماشوم راوویستلو.

د یحیا اپریدي د مړي د راویستو لپاره مدني فعالانو او د سیمې قامي او سیاسي مشرانو په خپل لګښت لویه مشینري راوړې وه.

د یحیا اپرېدي مړی خپل مور پلار ته ورکړل شو او وروسته په خپل کلي عالم ګودر کې خاورو ته وسپارل شو.

د یحیا اپرېدي تره خلیل خان اپرېدی د جنورۍ په ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ماشوم پلار "په سترګو څه نه ويني" خو په پټي کې یې پخواني کوهي ته د پرېوتو پر مهال د خپل بچي "چغې اورېدلې" وې.

د نوموړي په خبره، د ماشوم "مور او ټوله کورنۍ ډېره خپه ده. هغه وايي، په یوه کارخانه کې مزدوري کوي او له دې لارې خپله کورنۍ پالي. نوموړي د خپل قوم د خلکو او مدني فعالانو ستاینه وکړه چې له هغوی سره یې د ماشوم په راویستلو کې مرسته وکړه.

XS
SM
MD
LG