د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاملرنه" په افغانستان کې ځنډولي کارونه بیا پيلوي


په کابل کې د پاملرنې دفتر
په کابل کې د پاملرنې دفتر

نړيوال غيرسرکاري ادارې، پاملرنې، ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخه کې ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيلوي.

دغې ادارې د جنورۍ پر ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې وويل چې دغه کارونه وروسته تر دې پيلوي چې د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت لازم ډاډ ورکړ. پاملرنې زیاته کړې چې دوی ته د طالبانو له خوا ډاډ ورکړل شوی چې ښځینه کارکوونکې یې له کوم محدودیت پرته په خوندي ډول د ټولنې د ملاتړ چارو ته دوام ورکولای شي.

د پاملرنې او د ماشومانو د ژغورنې ادارو په ګډون یو شمېر خیریه بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان کې خپل فعالیتونه و درول چې طالبانو تېره میاشت د دوی ښځینه کارکونکې له دندو منع کړې.

د ماشومانو د ژغورنې کمېټې (سېو دي چيلډرن) هم ویلي، دوی ته د ښځینه همکارانو د کار د دوام ډاډ ورکړل شوی او بېرته خپل فعالیتونه پيلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG