د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوتنبایېوا: د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي دې د طالبانو د "ظالمانه سرغړونو پرضد متحد" شي


روزا اوتنبایېوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
روزا اوتنبایېوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي او په هغه هېواد کې یې د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې ویلي چې د امنیت شورا غړي باید د طالبانو د "ظالمانه سرغړونو پرضد متحد" شي.

روزا اوتنبایېوا د جنورۍ پر ۱۴مه د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبان افغانان له خپلو بشري حقونو لیرې کوي.

د امنیت شورا غونډه تر تړلیو دروازو شا ته وشوه چې پکې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو د بندیز په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په غوڅ اکثریت له طالبانو وغوښتل چې پر نجونو او ښځو لګېدلي "ظالمانه بندیزونه" لیرې کړي.

روسیې، چین، موزمبیق او ګانا د امنیت شورا د اعلامیې خلاف رایه ورکړه.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې ویلي ول چې د ښځو پر تعلیم او تحصیل بندیز لنډمهالی دی او دا چې په دې برخه کې تګلاره او له "شرعیت سره سم چاپېریال" برابروي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر ښځو یولړ محدودیتونه لګولي دي. د هغوی حکومت د نړۍ هېڅ هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG