د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د کمیونیټي سکولونو ښوونکې وايي‌ له ۱۹ میاشتو تنخاوې نه دي ورکړل شوې


دا ټولنیز سکولونه د قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره سیمو کې موجود دي چې تر دې وړاندې یې ټولې چارې د پاکستان د وفاق په لاس کې وې.
دا ټولنیز سکولونه د قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره سیمو کې موجود دي چې تر دې وړاندې یې ټولې چارې د پاکستان د وفاق په لاس کې وې.

په پاکستان کې له وفاق څخه خيبر پښتونخوا ته د سپارل شویو ټولنیزو ښوونځیو " کمیونیټي سکولونو" ښوونکې وايي، له تېرو ۱۹ میاشتو تنخاګانې نه دي ورکړل شوې.

په دوی کې یو شمې ښوونکیو د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې یو خوا د ماشومانو زده کړې اغېزمنې کېږي او بل پلو په روانه ګراني کې د دوی ژوند ډېر سخت شوی دی.

د "بېسک کميونټي سکولز" په نامه دا سکولونه شاوخوا دوه کله وړاندې له وفاق څخه خیبر پښتونخوا ته سپارل شوي وو او اوس یې چارې د غير رسمي سکولونو محکمې "ايليمنټري اينډ سکنډري ايجوکيشن فاونډيشن" په واک کې دي.

په دې سکولونو کې له ښوونکیو څخه د شهناز بيګم په نامه یوې مشال راډیو ته وویل چې په اسلام اباد او پېښور کې یې احتجاجونه کړي خو ستونزه یې نده هواره شوې.

دې وویل، "چارواکي راته وايي چې پي سي ون لا نه دی تیار شوی، دا څنګه پي سي ون دی چې په ۱۹ میاشتو کې لا نه دی تیار شوی؟"

نوموړې وویل چې په زیاتره سکولونو کې ورسره داسې ماشومان دي چې د غریبۍ له کبله د نورو خلکو په کورونو کې کار کوي او له هغه وروسته بیا د زده کړې لپاره دوی ته ورځي.

د کمیونیټي سکولونو استادان پخې نوکرۍ او تنخاګانې غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

د پېښور په مسلم اباد کې له ۲۰۰۸م کاله په خپل کور کې د ټولنیز ښوونځي چلوونکې راني بي بي‌ مشال راډیو ته وویل چې حکومت یو پلو وايي چې تعلیم عام کوي او بلې خوا ته دا ماشومان له زده کړو بې برخې کوي.

نوموړې پوښتنه وکړه چې ایا دا ماشومان د دې ملک بچي او د دې ملک راتلونکی نه دي؟

د ايليمنټري اينډ سيکنډري ايجوکيشن فاونډيشن مشر جاويد اقبال په دې اړه مشال راډیو ته وویل، شاوخوا ۱۸۰۰ سکولونه د وفاق له خوا ورسپارل شوي دي خو د ده په وینا کاغذي کارروايي به یې وخت اخلي.

ده وویل، "موږ نه استاذان بې روزګاره کول غواړو او نه د ماشومانو له زده کړو بې برخې کول غواړو، څه باندې ۴۰۰ سوه سکولونو استادانو ته تر ډېسېمبر پورې تنخاګانې ورکړل شوې دي او پر نورو کار وران دی."

دا ټولنیز سکولونه د قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره سیمو کې موجود دي چې تر دې وړاندې یې ټولې چارې د پاکستان د وفاق په لاس کې وې.

د پاکستان په اساسي قانون کې تر ۱۸م بدلون وروسته د تعلیم محکمه صوبو ته سپارل شوې وه او اوس د ایین له مخې د تعلیم ټولې چارې د صوبايي حکومتونو په واک کې دي.

XS
SM
MD
LG