د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ایران په کابل کې د جنورۍ ۱۱مې خونړۍ چاودنه غندلې ده


طالبانو د جنورۍ پر ۱۱مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته تر برید وروسته لاره تړلې ده.
طالبانو د جنورۍ پر ۱۱مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته تر برید وروسته لاره تړلې ده.

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره خبرې کړي دي او دواړو په کابل کې د جنورۍ ۱۱مې خونړۍ چاودنه غندلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په دوو جلا جلا بیانونو کې وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان له امیرخان متقي سره په ټېلېفوني خبرو کې پر برید ((ژوره خواشیني)) ښوولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې ده. په پېښه کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض معلومات خپاره شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په وینا، په چاودنه کې د وزارت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په چاودنه کې د پینځو ملکي وګړو مړینه او د یوشمېر کسانو ژوبلېدل تایید کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG