د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني ولسمشر او پوځ د روسیه پلوې ملېشې له خوا د يو ښارګوټي نيول رد کړل


د اوکراين ولسمشر د جنورۍ پر ۱۱مه د يوې امنيتي غونډې مشري کوي.
د اوکراين ولسمشر د جنورۍ پر ۱۱مه د يوې امنيتي غونډې مشري کوي.

د اوکراین پوځ او ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، د روسیې د واګنر ډلې دا دعوه ناسمه ده چې ګواکې روسیو ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د سولېدار په نوم وړوکی نیولی دی.

دوی د جنورۍ پر ۱۱مه وویل چې په هغه ښار کې جګړه روانه ده.

زېلېنسکي د جنورۍ پر ۱۱ مه په یوه ویډیويي وینا کې روس ته په اشارې سره وویل، "ترهګر ریاست او پروپيګنډا کوونکي کوښښ کوي داسې وښيي چې زموږ د سولېدار ښار یوه برخه دوی نیولې ده."

نوموړي زیاته کړه چې په هغه سيمه کې جګړه لا هم دوام لري.

د اوکراین د امنيتي ځواکونو مشر هم په یوه جلا بیان کې ویلي چې جګړه دوام لري.

په بیان کې ویل شوي چې د روسیې پوځ هڅه کوي چې دونېڅک ټوله سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوستلو لپاره پر نيږدې سیمه بخموت باندې برید وکړي او سولېدار ته د سامانونو د رسد لارې وتړي.

د شخصي ملېشې ډلې مشر، یېفګېني پرېګوزین د جنورۍ پر ۱۱مه ادعا کړې وه چې د سولېدار کنټرول ترلاسه کړی دی او ځواکونو یې "شاوخوا ۵۰۰کسان وژلي او په ښارګوټي کې د اوکراینیو سرتېرو جسدونه پراته دي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG