د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال افسانوي لوبغاړی پېلې مړ شو


پیلی د ۸۲ کالو په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې، هغه په دې تصویر کې د میراډونا سره ولاړ دی: انځور له ارشیفه
پیلی د ۸۲ کالو په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې، هغه په دې تصویر کې د میراډونا سره ولاړ دی: انځور له ارشیفه

د فوټبال د نړۍ وتلی برازیلی ستوری اډسن ارانتیس دی نسیمینټو د پنجشنبې په ورځ (د ډېسمبر په ۲۹مه) د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

د فوټبال دغه افسانوي لوبغاړی، چې په تېره پېړۍ کې یې درې نړیوال جامونه ګټلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کولمو د سرطان تر درملنې لاندې وو.

د پېلې لور، کیلي نسیمینټو په خپله انسټاګرام پاڼه کې د خپل پلار مړینه اعلان کړه او لیکلي یې دي: "موږ له تاسو سره ډیره مینه لرو. آرام اوسئ."

د پیلې انځور
د پیلې انځور


پیلې چې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام له پیل سره سم په روغتون کې بستر شوی وو، خپلو عزیزانو ته یې په یوه پیغام کې ویلي: "زما وضعیت په اړه اندېښنې مه کوئ او له نړیوال جام څخه خوند واخلئ."

د برازیل فوټبال افسانوي لوبغاړي په دوه لسیزو کې په ۶۵۰ لوبو کې ۱۲۸۱ ګولونه ووهل چې نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ او نوم یې د ګېنس د ریکارډونو په کتاب کې ثبت شو.

هغه ځکه په پېلې مشهور شو چې د بیله په نوم د یوه ګول ساتونکي نوم یې په تېروتنې پېلې اخیستی و.

پیلې چې د پاچا په لقب هم بلل کېده، د ۱۹۵۸ کال په نړیوال جام کې چې په سویډن کې ترسره شو نړیوالو وپيژند. هغه وخت یې یواځې ۱۷ کاله عمر درلود او د نړیوال جام په تاریخ کې د تر ټولو ځوان لوبغاړي لقب یې خپل کړ.

د پیلې شهرت داسې وو چې په ۱۹۶۷ کې په نایجیریا کې د کورنۍ جګړې ډلو یو لنډ اوربند سره موافقه وکړه ترڅو هغه په دې هېواد کې یوه ننداره ترسره کړي.

پیلې او نیلسن منډیلا: انځور له ارشیفه
پیلې او نیلسن منډیلا: انځور له ارشیفه


په ۱۹۹۷ کې، هغه ته د بریتانیا د ملکې الیزابت II لخوا د شوالیه/نایټ اشرافي لقب ورکړل شو.

هغه، چې د "تور ملغلري" په نوم هم پیژندل کېده، په ۲۰۰۰ کال کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د احصایې لخوا د څو دورو غوره لوبغاړی او په ۱۹۹۹ کې د فرانسې د فوټبال معتبرې مجلې لخوا د پیړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د ټایم مجلې لخوا په ۲۰مه پیړۍ کې د ۱۰۰ خورا اغیزناکو او مهمو شخصیتونو په توګه معرفي شو.

کله چې پیلې د رونالډ ریګن د ولسمشرۍ په وخت کې امریکا ته سفر وکړ، د هغه هیواد ولسمشر ور مخکې شو او ورته یې وویل چې: "زه ولسمشر رونالډ ریګن یم، مګر تاسو اړتیا نلرئ چې خپل ځان معرفي کړئ ځکه چې پیلې هرڅوک پیژني.»

پیلې د فټ بال څخه له تقاعد وروسته په برازیل کې د سپورټ وزیر شو، سوداګري یې کوله، د یونیسکو او ملګرو ملتونو د سفیر په توګه هم ټاکل شوی وو. همداراز یې په څو فلمونو او ټلویزیوني سریالونو کې هم کار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG