د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ورځې یونیم زر د دروغو زنګونه" ریسکیو ۱۱۲۲ ته څومره ګران پرېووځي؟


 ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې نږدې دوه لاکه ۳۰ زره خلکو سره طبي او نورې مرستې کړې دي: انځور له ارشیفه
ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې نږدې دوه لاکه ۳۰ زره خلکو سره طبي او نورې مرستې کړې دي: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د ژغورنې اداره ۱۱۲۲وايي، د دې باوجود چې په سختو حالاتو کې خلکو ته د هغوی عمله ځانونه رسوي، هره ورځ ګڼ شمېر د دروغو ټیلیفونونه ترلاسه کوي او چې کله هغو سیمو ته خپل ټیمونه واستوي، هلته کومه پېښه نه وي شوې.

په پاکستان کې د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ په خیبر پښتونخوا کې د بيړنيو حالاتو په وخت خلکو سره مرستې کوي. د چاودنې، د ګاډو د ټکر، قدرتي افتونو او نوو پېښو په وخت خلک کولی شي ۱۱۲۲ ته ټيليفون وکړي او مرسته وغواړي. د دې ادارې چارواکي وايي دغسې ډېرو ضرورت مندو خلکو ته په وخت رسېدلي دي خو ګيله لري چې د دروغو ډير زیات ټيليفونه ورته کيږي. يعني ځيني خلک داسې
ټيليفونه ورته کوي چې مرستې ته یې اړتيا نه وي خو مرسته غواړي او کله چې د ۱۱۲۲ کسان ورشي، هېڅ مسله نه وي.

دې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې داسې دې نه کوي ځکه چې په دې سره دوی ته اصلي پېښو ته په رسېدو کې ستونزې پيدا کيږي.

د یادې ادارې مسوولینو د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په روان کال کې یې د مرستې غوښتونکیو ۷۱ لاکه ټیلیفوني زنګونه ترلاسه کړي چې نږدې ۷۰ لاکه زنګونه پکې خلکو په درواغو وهلي ول.

محمد عمران په مردان کې د ژغورنې د ادارې ۱۱۲۲ سره کار کوي او د یادې ادارې ضلعي مشر دی. نوموړی وايي، کله چې خلک دوی ته ناسم معلومات ورکړي نو که له یوې خوا د هغوی وخت او وسایل بې ځایه مصرف شي نو له بلې خوا د سنجیده او رښتیني ضرورتمندو کسانو ته په وخت د هغوی ټیمونه ونه رسیږي.

نوموړی وايی: "موږ ۲۴ ساعته عمله لرو چې د خلکو اړیکې ځوابوي. موږ ته د ورځې په اوسط ډول ۱۶۰۰ زنګونه راځي چې ۱۰۰ پکې رښتیني ضرورتمند وي، باقي ټول په دروغو موږ ته زنګونه وهي."

د همدې ادارې یو بل کارکوونکي غیور احمد مشال راډیو ته وویل، په کنټرول خونه کې هر دویم کال د هغو خلکو وي چې په دروغو زنګ وهي او لاین مصروف ساتي، په داسې وخت کې که یو چا ته رښتیا او زر مرسته پکار وي نو دوی ورته ځواب ونه ویلی شي.

د ژغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې په خیبر پښتونخوا کې له دوه لاکو نه په زیاتو پېښو کې نږدې دوه لاکه ۳۰ زره خلکو سره طبي او نورې مرستې کړې دي. په دغو حوادثو کې له ۴۰۰ زیاتې بمي چاودنې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG