د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د زیاتې یخنۍ له کبله بېلا بېلو پېښو لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي


په امریکا کې د زیاتې بخنۍ توفان تر ټولو نیویارک ځپلی دی.
په امریکا کې د زیاتې بخنۍ توفان تر ټولو نیویارک ځپلی دی.

په امریکا کې د ډېسېمبر پر ۲۵مه په میلینونه خلک د سختې یخنۍ له وجې په بېلا بېلو ځایونو کې بند پاتې شوي وو.

اټکل کېږي چې د واورې او یخنۍ په دې توفان کې د مړو شمیره زیاته شي. د دې له کبله په سلګونه زره کورونو او تجارتي ځایونو ته بجلي هم بنده شوې ده.

د توفان شدت نیږدې بې ساري ثبت شوی دی او دا توفان کنیډا ته نیږدې له " ګریټ لېکس" څخه د مکسیکو د پولې په اوږدو کې تر "ریو ګرانډی" پورې وو.

د امریکا شاوخوا ۶۰ فيصده ابادۍ ته د یخنۍ اړونده خبرداری ورکړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG