د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان د افغانستان دننه له بېځایه شویو او نویو ستنو شویو کورنیو سره مرستې اعلان کړې


د افغانستان په زابل ولایت کې یو بې کوره شوې کورنۍ.
د افغانستان په زابل ولایت کې یو بې کوره شوې کورنۍ.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) د افغانستان په جنوب کې له کورنیو بې ځایه شویو او نویو ستنو شویو کورنیو سره مرستې اعلان کړې دي.

یادې ادارې په دې اړه د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د جایکا له خوا د ډېسېمبر پر ۲۳مه پر خپله ویب په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې هوکره لیک له مخې څه باندې ۱۳۵ میلیون ډالره به په هغو سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه کېدو پر پروژو ولګول شي چې دغه بې ځایه شوي پکې ځای پر ځای شوي دي.

تمه ده چې په دې اړه په کندهار، هلمند، ارزګان، نیمروز او زابل ولایتونو کې یو شمېر پروژې په ۲۴ میاشتو کې سرته ورسول شي.

د خبرپاڼې له مخې ډېری داخلي بې ځایه شوي او افغانستان ته ستنېدونکي کسان د کارونو د نیشتوالي او اقتصادي ناوړه وضعیت له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG