د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې ځانمرګې حمله شوې


د پېښې په ځای کې امنیتي سرتېري پلټنې کوي: انځور د رایټرز اژانس
د پېښې په ځای کې امنیتي سرتېري پلټنې کوي: انځور د رایټرز اژانس

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یوه ځانمرګي برید پولیسو او خلکو ته مرګژوبله اړولې.

د اسلام اباد د پولیسو ادارې تایید کړې چې د دوی یو سپاهي په دې حمله کې وژل شوی دی او لږ تر لږه څلور نور کسان یې په ترڅ کې ژوبل شوي دي.

د اسلام اباد د پیمز روغتون مسوولینو مشال راډیو ته ویلي چې له دې پېښې دوه جسدونه او پنځه ژوبل تنان هغوی ته رسول شوي دي.

پولیس وايي، دا برید د اسلام اباد په آی-۱۰ سیمه کې شوی. د پولیسو یو مشر سهیل ظفر چټا رسنیو ته ویلي، پولیسو د سهار په خواو شا لس نیمو بجو باندې یو مشکوک ګاډي ته د ودرېدو اشاره وکړه او په دغه وخت کې مشکوک کس په ګاډي کې دننه ځان والوځولو.

د اسلام اباد پولیسو پر ټویټر لیکلي، په ځانمرګي برید کې د عدیل حسین په نوم د پولیسو یو سپاهي وژل شوی دی.


پولیسو ویلي چې سیمه یې کلابنده کړې او ورغلې لارې یې تړلې دي.

د پولیسو مشر سهیل ظفر چټا وايي، د پولیسو پر وخت کار روایۍ د یو لوی ناورین مخنیوی کړی دی. پولیس وايي، د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته هغوی په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي وو او پلټنې یې کولې.

پولیس وايي، د هغوی لومړنیو پلټنو موندلې چې په ګاډي کې تر ۱۸ کیلوګرامه پورې چاودیدونکي مواد موجود وو او د پېښې له ځایه هغوی یو مبایل ټیلیفون هم ترلاسه کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله جیو تلویزون سره په خبرو کې ویلی، د اسلام اباد په زړه کې په یوه ګاډي کې د وسلو او چاودیدونکو موادو موجودیت د اندېښنې وړ خبره ده. نوموړي ویلی، په ګاډي کې دوه ځانمرګي بریدګر موجود ول چې د برید پر مهال دواړه وژل شوي دي.

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې. دوی تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ترسره شویو اکثرو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده. یادې وسله والې ډلې له حکومت سره ترسره کړی د اوربند تړون په تېر نومبر میاشت کې ختم کړی وو چې په تعقیب یې د هغوی بریدونه زیات شوي وو. اکثره بریدونه په خیبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG