د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان خبريالانو مرکز وايي، طالبانو د تخارستان راډیو مشر نیولی او شکنجه کړی دی


پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې لسګونه خبریالان د خپلې دندې په اړوند نیول شوي، ځینې یې شکنجه شوي او ځینې ان تراوسه د طالبانو په بند کې دي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې لسګونه خبریالان د خپلې دندې په اړوند نیول شوي، ځینې یې شکنجه شوي او ځینې ان تراوسه د طالبانو په بند کې دي.

د افغان خبريالانو مرکز وايي، د طالبانو د حکومت استخباراتو د تخارستان راډیو سرپرست مشر ذبیح الله نوري نیولی او شکنجه کړی دی.

دا مرکز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکوي چې د طالبانو د استخباراتو غړو د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوري کور ته ورغلي، پلټنې یې کړې دي، د هغه د کورنۍ ځینې غړي یې وهلي ټکولي او بیا یې نوري او د هغه ورور له ځانه سره وړي دي.

د دوی په وینا دا دواړه کسان دوې شپې وروسته د مشرانو په منځګړتوب را خوشي شوي دي.

د افغان خبریالانو دې مدافع ټولنې د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ټویټر په یوه بیان کې دا اقدام غندلی او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي چې د خبریالانو نیول او شکنجه کول ودروي.

دې ټولنې دا کار د خبریالانو د بشری حقونو تر پښو لاندې کول او د بیان د ازادۍ محدودول بللي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې لسګونه خبریالان د خپلې دندې په اړوند نیول شوي، ځینې یې شکنجه شوي او ځینې ان تراوسه د طالبانو په بند کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG