د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او بولدک پر پوله نښته کې یو کس وژل شوی او ۱۵ ژوبل شوي


د پاکستان چارواکو او د طالبانو حکومت پر یو بل د جګړې پیلولو تور پورې کړی دی. (انځور: ارشیف)
د پاکستان چارواکو او د طالبانو حکومت پر یو بل د جګړې پیلولو تور پورې کړی دی. (انځور: ارشیف)

په چمن او سپین بولدک کې پر پوله د پاکستان او د طالبانو د حکومت د ځواکونو ترمینځ په ډ‌زو کې یو کس وژل شوی او ۱۵ ژوبل دي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس د ډېسېمبر ۱۵مې په ماښام ویلي دي چې د چمن روغتون ته په لېږدول شویو ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اژانس د چمن د لوی ولسي روغتون د مشر ډاکټر مالک اڅکزي له خولې پخلی کړی چې په دې نښته کې ټپي شوي ۱۵ تنه یاد روغتون ته ور وړل شوي دي.

د چمن مرستیال کمشنر عبدالحمید زهري بیا د پاکستان دولتي خبري‌ اژانس ته ویلي چې د چمن په روغتونو کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

پاکستانیو چارواکو لا تر اوسه په دې نښته کې نور تفصیلات نه دي په ډاګه کړي او نه یې هم د نښتې د دوام او درېدو په اړه څه ویلي دي.

خو د چمن یوه اوسېدونکي بېا د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د دواړو خواوو ترمینځ ډزې شپې مهال درېدلې دي.

بل پلو د کندهار اوسېدونکي وايي چې په نښته کې په سپین بولدک کې دوه عام وګړي ژوبل شوي دي خو د طالبانو حکومت لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

نښته څنګه او ولې پېښه شوه؟

په بلوچستان او کندهار کې ځايي سرچینې د ډېسېمبر ۱۵مې پر ماسپښین د ډزو د پیلېدو لامل په اړه ضد او نقیض معلومات ورکړي وو.

د بلوچستان په چمن کې ځايي خبریالانو مشال راډیو ته وویل چې پاکستانیو سرتېرو پر ډېورنډ کرښه هغه اغزن تار بیا غځاوه چې څو ورځې مخکې قاچاقبرانو مات کړی وو چې ورباندې ډزې وشوې.

په کندهار ولایت کې ځايي سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې د طالبانو سرتېرو د ډېسېمبر پر ۱۵مه د سپین بولدک په شېرو اوبو کې پوسته جوړوله چې د ډېورنډ کرښې "له هغې خوا" څخه ورباندې ډزې وشوې.

خو اوس د پاکستان چارواکو او د طالبانو حکومت پر یو بل د جګړې پیلولو تور پورې کړی دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، لومړی ډزې طالبانو وکړې چې بیا پاکستانیو سرتېرو یې پر وړاندې ځوابي کاروايي وکړه.

خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت بېګا په یوه بیان کې ویلي دي چې " لومړی پاکستانیو سرتېرو ډزې پیل کړې."

بیان البته زیاتوي چې "خبرې اترې د ستونزو د هواري معقوله لاره ده." دا د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې د دواړو خواوو ترمینځ دویمه نښته ده.

د ډېسېمبر پر ۱۱مه د چمن او سپین بولدک ترمینځ په نښته کې نهه کسان ووژل شول او ۳۱ ټپیان ول. تر هغې وروسته د پاکستان او د طالبانو حکومت د دې ډول پېښو د تکرار پر مخنیوي ټینګار کړی وو.

د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه.

پاکستانيو چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

تر هغه وړاندې د فرورۍ پر ۲۴مه پر سپین بولدک او چمن د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا پرانيستل شوه.

XS
SM
MD
LG