د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارجنټينا د فوټبال نړيوال جام پايلوبې ته ورسېده


د ارجنټينا لوبغاړی ليونل میسي - د ډېسېمبر ۱۳مې انځور.
د ارجنټينا لوبغاړی ليونل میسي - د ډېسېمبر ۱۳مې انځور.

په قطر کې د فوټبال په نړیوال جام کې ارجنټینا کروېشیا ته په ماتې ورکولو فاینل ته لاره پیدا کړه.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه په هغه لوبه کې ارجنټینا درې ګولونه ووهل خو کروېشیا هېڅ ګول و نه کړ. د لوبې لومړنی ګول مشهور لوبغاړي او د ارجنټينا لوبډلې مشر لیونل مېسي د پېنلټي کېک له لارې وکړ.

په دې توګه ارجنټینا په شپږم ځل د فیفا نړیوال جام پای لوبې ته لاره پیدا کړه. هغه هېواد اخري ځل په ۱۹۸۶ز کال کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی وو.

د فوټبال د نړیوال جام دویمه نیمه پای لوبه د ډېسېمبر پر ۱۴مه د فرانسې او مراکش ترمینځ کېږي.

د هغې سیالۍ بریالۍ لوبډله به له ارجنټینا سره په پایلوبه کې مخامخېږي او ماتې خوړونکې هغه به د ډېسېمبر پر ۱۷مه د درېیم مقام لپاره له کروېشیا سره سیالي کوي.

د فوټبال د نړیوال کپ سیالۍ د نومبر په ۱۶ مه په قطر کې پیل شوې وې او پایلوبه یې د ډېسېمبر پر ۱۸ مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG