د اولمپېک نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که ښځو ته د لوبو کولو اجازه نه ورکوي، نو ورسره به کار کول بند کړي.
دې کمېټې د ډېسېمبر پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاريس کې په کېدونکو اولمپېک لوبو کې د افغانستان ګډون، افغان ښځو او نجونو ته د لوبو له اجازې ورکولو سره تړلی دی.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان واکمن شول او تر هغه وروسته یې نجونه له لوبو منع کړي دي.
د اولمپېک نړیوالې کمېټې ويلي چې د ډېسېمبر پر شپږمه یې په افغانستان کې د ښځو پر لوبو د طالبانو د محدوديتونو په اړه د وضاحتي راپور تر اورېدلو وروسته وويل چې هغه "ډاډ ورکوونکی" نه وو. کمېټې پر طالبانو غږ کړی چې د اولمپېک لوبو لپاره بايد د سړیو د لوبډلو تر څنګ د ښځو لوبډلې هم وي.
د اولمپېک نړيوالې کمېټې ويلي چې له افغان ښځينه لوبغاړو سره به د سکالرشېپونو (وظيفو) له لارې ملاتړ جاري ساتي خو "يوازې منتخب" چارواکي مني.
د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د اولمپېک کمېټې مشر نظر محمد مطمين پر ټوېټر ليکلي چې د ښځو لوبو اړوند اندېښنو ته یې پام دی خو دا یې نه دې ويلي چې ايا نجونو ته به د لوبو کولو اجازه ورکړي او که نه.
د ډېسېمبر پر شپږمه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هیومن رایټس واچ) د اولمپېک له نړیوالې کمېټې غوښتنه کړې وه چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له وجې دې افغانستان ته په نړيوالو لوبو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.