د کراچۍ په اورنګي ټاون کې د "مذهب سپکاوي" تر یوې مشکوکې پېښې وروسته له بلوه ګرو سره په نښته کې پينځه پولیسان او ۱۳ نور کسان ژوبل شوي دي.
د پولیسو مشر فيصل بشیر د ډېسېمبر پر پينځمه رسنیو ته وویل، دا تاوتریخوالی په همهغه ورځ له هغه وروسته رامينځته شو چې کله د اهل سنت و الجماعت په نوم يوې مذهبي ډلې پر یو کس د اسلام د پيغمبر د صحابي حضرت معاویه د سپکاوي تور پورې کړ.
نوموړي زیاته کړه چې پولیسو د "بلوه ګرو" پر غوښتنه د تورن کس خلاف مقدمه درج کړې وه خو پر هغه سربېره قهرجنو کسانو په مومن اباد سیمه کې پر تاڼه برید وکړ.
د پولیسو مشر دا هم ویلي چې پر تاڼه يې د برید کوونکو خلاف مقدمه درج کړې او په پېښه کې ککړ ۱۱ تورن کسان يې ګرفتاره کړي دي.
په پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور دا ډول پېښې تر دې وړاندې هم رامينځ ته شوې او ګڼ کسان پکې وژل شوي دي.
په هغه هېواد کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو خبرې هم وخت په وخت شوي خو د مذهبي خلکو او ډلو له مخالفت وروسته دا خبرې بیا غلې شوې دي.