د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستان د مذهبي ازادۍ په اړه د اندېښنې وړ هېواد ګرځولی


پاکستان د لږکیو د مذهبي ازادۍ د سرغړونې په تور تورن شوی: انځور له ارشیفه
پاکستان د لږکیو د مذهبي ازادۍ د سرغړونې په تور تورن شوی: انځور له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان په هغو ۱۲ هیوادونو کې شامل کړی چې د مذهبي ازادۍ خلاف ورزۍ پکې کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر په دویمه دغه فهرست خپور کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر دویمه په جاري شوې خبر پاڼه کې د پاکستان په ګډون هغه ۱۲ هېوادونه د مذهبي ازادۍ سخت سرغړوونکي او د اندېښنې وړ بللي دي.

د مذهبي پیوستون او د امن په اړه د دستاویزي فلم په یوه نړیواله سیالۍ کې دویم پوزیشن اخیستونکې د پېښور خبریالې خالده نیاز مشال راډيو ته وویل چې د امریکا په رپورټ کې تر څه حده صداقت شته ځکه چې په پاکستان کې اقلیتونه اکثره د مذهبي ازادۍ مسلو سره مخامخېږي.

هندوان او سیکان د ودونو نه ثبتېدو له وجې ستونزې لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:33 0:00

هغه وايي:" مذهبي انتها پسندي دلته ډېره زیاته ده او د مذهب په نامه دلته ډېرې داسې کارروایانې کېږي چې نه دي پکار او د انساني حقونو خلاف ورزي ده. موږ دلته ګورو چې په کرک کې خلک د هندوانو مندر ته زیان رسوي او یا په مذهبي رسوماتو کې ورته خنډونه اچوي."

د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه د کرک په ټېري سیمه کې ځینو مسلمانانو د هندوانو یو زیارت سوځولی وو. تر پېښې وروسته د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې د ځايي مسلمانانو او هندوانو په جرګه کې د مسلمانانو استازو بښنه غوښتې او په راتلونکي کې د دا قسمه پېښو د مخنیوي ژمنه یې کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د هندوانو مذهبي عالم او د اقلیتونو د حقونو فعال هارون سربدیال مشال راډيو ته وویل هندوان واقعاً یو شمېر ستونزې لري خو پکار ده چې نړیواله ټولنه له پاکستان سره د مذهبي لږکیو لپاره د قوانینو په پلي کولو کې کومک او مرسته وکړي."نړیواله ټولنه باېد د پاکستان ملاتړ وکړي چې د داسې کارونو د مخنیوي لپاره او په ښه ډول د مذهبي ازادۍ د یقیني کولو لپاره مدد وکړي. دلته مذهبي اقلیتونه په تېره هندوانو ته د نړۍ ملاتړ نه دی حاصل. د ملګرو ملتونو د چارټر لاندې د دوی شناخت خوندي ساتلو لپاره ډېر ملاتړ ته ضرورت دی. پکار ده چې زموږ مندورنه او مقدس ځایونه له لینډ مافیا ( په زوره د ځمکو د قبضه کوونکو) نه ازادې کړل شي."

هارون سربدیال وویل چې د وسایلو کمی، اقتصادي مشکلات او د پوهاوي کمی هغه عوامل دي چې د مذهبي لږکیو لپاره د قوانینو د عملي کېدو په لاره کې خنډونه ثابتېږي. خو نوموړي خوشبیني و ښودله چې په راتلونکي کې به د دوی لپاره زیات ګامونه پورته شي.

خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي روي کمار د ډېسېمبر پر درېیمه له مشال راډيو سره په خبرو کې دا رپورټ رد کړ او بې بنیاده یې وبللو. نوموړي وویل چې په پاکستان او په تېره په خیبر پښتونخوا کې اقلیتونه مذهبي ازادي لري او په ارامه خپل مذهبي رسومات ادا کوي."دلته موږ ته د مذهبي توپیر په حواله یو کېس هم نه دی راغلی. زموږ حکومت د اقلیتونو هر تهوار لمانځي. د مثال په توګه موږ اوس اوس دیوالي لمانځلې وه، د کرسمس لپاره مو هم تیاریانې کړي دي، دلته چې څومره هم چرچونه یا مندرې دي د هغو د امنیت لپاره هم ګامونه پورته کوو. موږ ته هیڅ مسله نشته، مکمله ازادي ده."

روي کمار زیاته کړه چې په سیند صوبه کې په زوره د جینکو د مذهب بدلولو او تښتونې پېښې رپورټ کېږي خو د هغې وجه د دغه طبقې سخت غربت او هلته موجود جاګیردارانه یا فیوډالي نظام دی. بیا په پنحاب او نورو سیمو کې په لین دین کې د ستونزو له امله داسې وړې پېښې که وشي هم نو ورته مذهبي رنګ ورکول کېږي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مذهبي چارو او د روادارۍ د قایمه کمیټۍ غړی محمد بشیر خان هم له روي کمار سره اتفاق کوي. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د اسلام مذهب تل د مذهبي روادارۍ پیغام ورکوي نو داسې نه ده چې اقلیتونو ته په پاکستان کې حقونه نه دي حاصل. "په اسلام کې ویل شوي دي چې له ټولو انسانو سره به محبت کوئ او زموږ دین د امن پیغام ورکوي. د الله او د رسول احکامات دي چې تاسو به د ټولو اقلیتونو خیال ساتئ. د امن او امان خیال به ساتئ."

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا پاکستان په دغه فهرست کې اچولی. تر دې مخکې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ادارې لاندې پاکستان د هغو هیوادونو په فهرست کې اچولی وو چې په خبره یې د مذهبي ازادۍ سرغړوونکي دي. دا فهرست د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه کلني رپورټ کې شاملېږي چې د مذهبي ازادۍ په حواله خپرېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په جاري شوي فهرست کې پاکستان، چین، ایران، سعودي عرب، تاجکستان، ترکمانستان، روسیه، نکاراګوا، برما، اریټریا، کیوبا او شمالي کوریا شامل دي.

په خبرپاڼه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن له خولې ویل شوي چې هغه هیوادونه پرامنه او خوشحاله وي چې د مذهبي ازادۍ او انساني حقونو خیال ساتي.

XS
SM
MD
LG