د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د داعش وسلوالې ډلې مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي وژل شوی


امریکا ويلي چې القریشي د "ازادې سوریې یا شام پوځ" په نوم یاغیانو د ۲۰۲۲ز کال د "اکتوبر په نیمايي کې په درعا ولایت" کې په عملیاتو کې وژلی وو. پخوانی انځور
امریکا ويلي چې القریشي د "ازادې سوریې یا شام پوځ" په نوم یاغیانو د ۲۰۲۲ز کال د "اکتوبر په نیمايي کې په درعا ولایت" کې په عملیاتو کې وژلی وو. پخوانی انځور

امریکايي پوځ وايي، یاغیانو د شام په جنوب کې د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي وژلی دی.

هغې ډلې پرون (د نومبر پر ۳۰مه) په یوه بیان کې "په نښته کې" د خپل مشر وژنه تایید کړه خو دا یې نه دي ویلي چې هغه کله وژل شوی دی. البته د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ بېګا په بیان کې وویل چې القریشي د "ازادې سوریې یا شام پوځ" په نوم یاغیانو د "اکتوبر په نیمايي کې په درعا ولایت" کې په عملیاتو کې وژلی وو.

واشنګټن هغه ډله د شام د حکومت له مخالفینو څخه ګڼي. مرکزي قوماندانۍ په بیان کې زیاته کړې چې د داعش د مشر مړینه د هغې ډلې لپاره "بل ګوزار" دی.

ابو الحسن الهاشمي القریشي سږ کال (۲۰۲۲ز) په فبرورۍ کې په ادلېب ولایت کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د ابو ابراهیم القریشي تر وژنې وروسته د داعش مشر ټاکل شوی وو.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې د داعش لومړی مشر ابو بکر البغدادي هم په شام کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG