د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پاکستان نوي پوځي مشرتابه ته مبارکي ورکړېده


د پاکستاني پوځ نوی مشر جنرال عاصم منیر: انځور له ارشیفه
د پاکستاني پوځ نوی مشر جنرال عاصم منیر: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د امریکا سفارت جنرال عاصم منیر ته د پوځ د مشر او جنرال ساحر شمشاد مرزا ته د پوځي مشرانو د ګډې کمېټۍ د مشر په توګه په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د نومبر پر ۲۵مه په خپله رسمي ټویټر پاڼه په یو بیان کې د پاکستان د منتخبو استازو، پوځي مشرتابه او مدني ټولنې له برخه والو سره د خپل منځي چارو، سوداګرۍ، سرمایه کارۍ، ماحولیاتي بدلون او سیمه ییزه امنیت په چارو کې د کار هوډ څرګند کړی دی.


دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم شهبازشریف هم د پوځ د سرلښکر د څوکۍ لپاره د جنرال عاصم منیر او جواینټ چیف اف سټاف کمیټۍ د مشرۍ لپاره د جنرال ساحر شمشاد مرزا د نومونو منظوري ورکړېده.

له دې وروسته، ولسمشر عارف علوي هم د دواړو نومونو رسمي منظوري ورکړه او د نومبر پر ۲۵مه د دوی د مقرریدو اعلامیه هم خپره شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG