د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر حاجي غلام علي د خیبر پښتونخوا ګورنر ټاکلی دی


حاجي غلام علي د جمعیت علمای اسلام (ف) له مخکښه سیاستوالانو یو دی - پخوانی انځور.
حاجي غلام علي د جمعیت علمای اسلام (ف) له مخکښه سیاستوالانو یو دی - پخوانی انځور.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د جمعیت علمای اسلام (ف) یو سیاستوال حاجي غلام علي د خیبر پښتونخوا د نوي ګورنر په توګه ټاکلی دی.

د ولسمشر دفتر د نومبر پر ۲۳مه پر رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي دي چې نوموړی یې د پاکستان د ایین د ۱۰۱مې مادې له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه ګورنر ټاکلی دی.

حاجي غلام علي د دیر اوسېدونکی دی چې د جمعیت علمای اسلام له مخکښه سیاستوالانو ګڼل کېږي او پخوا یې د سېنېټر او داراز د پېښور د ناظم په توګه دندې ترسره کړې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به کله د دندې لوړه کوي.

د خیبر پښتونخوا د ګورنر څوکۍ په اپرېل کې د وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د تحریک انصاف ګوند د شاه فرمان د استعفا له وجې خالي شوې وه.

له هغه وخت راهیسې د صوبايي اسمبلۍ سپیکر مشتاق احمد غني د لنډمهالي ګورنر په توګه دنده ترسره کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG