د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند حکومت له خوا د کراچۍ مجاهد کالونۍ نړولو غبرګونونه پارولي


پولیس د نومبر پر ۲۱مه د کراچۍ په مرکزي ضلع کې د مجاهد کالونۍ د تجاوزاتو نړولو بهير څارنه کوي.
پولیس د نومبر پر ۲۱مه د کراچۍ په مرکزي ضلع کې د مجاهد کالونۍ د تجاوزاتو نړولو بهير څارنه کوي.

د کراچۍ د ناظم اباد په مجاهد کالونۍ کې پولیسو د تجاوزاتو پرضد د روانې کاروایي خلاف ګڼ شمېر احتجاج کوونکي‌ وهلي ټکولي او کڼ شمېر یې نیولي دي.

د پولیسو له خوا دا کاروايي د نومبر پر ۲۱مه پر داسې مهال شوې چې په مجاهد کالونۍ کې پر تجاوزاتو د جوړو کورونو ړنګولو خلاف ځايي خلکو احتجاج پیل کړ.

د پولیسو له خوا پر هغوی اوښکې بهېوونکی ګېس غورځول شوی او د یو شمېر نارینه وو تر څنګ یې ښځینه مظاهرچیانې هم نیولې او بندي کړې دي.

د پولیسو د دې کاروايي ویډیوګانې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې نو سیاسنوالو او د بشري حقونو فعالانو یې پرضد غږ پورته کړ او د سیند پولیسو دا کړنه یې وغندله.

د مجاهد کالونۍ متاثرین د پولیسو چلند غندلی او له سیند حکومت څخه یې د دوی د کورنونو نه نړولو غوښتنه کړې ده
د مجاهد کالونۍ متاثرین د پولیسو چلند غندلی او له سیند حکومت څخه یې د دوی د کورنونو نه نړولو غوښتنه کړې ده

په دې سیمه کې له کلونو راهيسې مېشت خلک وايي حکومت په داسې وخت کې ناڅاپي د دوی له سرونو چت ليرې کړ چې هلته ژمی پر پیلېدو دی.

دوی وايي‌، اوس بې سرپناه شوي او د ماشومانو د ساتنې ځای نه لري ځکه چې د دوی په وینا حکومت ورته په بدل کې هم څه نه دي ورکړي.

دوی وايي له کلونو راهيسې هلته مېشت دي، د بجلۍ، ګېس او اوبو بلونه هم په منظم ډول هر میاشت ورکوي خو اوس دغه کالونۍ ناڅاپه غیرقانوني اعلان شوې ده.

د کراچۍ بېلا بېلو سیاسي ګوندونو د سیند پر حکومت غږ کړی دی چې د کراچۍ د مرکزي ضلعې په مجاهد کالونۍ کې روان کړي دا عملیات دې په سمدستي توګه ودروي.

دوی په سیند کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند حکومت تورن کړی دی چې دا هر څه د ځان د ګټې لپاره کوي. دوی د سیند حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د غریبو خلکو د کورونو ړنګولو عملیات بند نه کړل شي نو د اعلا وزیر د کور مخې ته به احتجاج وکړي.

د سیند حکومت د دې ګام پرضد په غږ پورته کوونکو کې د متحده قومي موومنټ پاکستان پخوانی مشر ډاکټر فاروق ستار، د پاکستان تحریک انصاف د سیند اسمبلۍ غړی خرم شیر زمان، د عوامي نېشنل ګوند د سیند مشر شاهي سید او د جمعیت علمای اسلام (ف) یو ځايي مشر قاري عثمان شامل دي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بهرنيو چارو کمېټۍ مشر محسن داوړ هم پر خپله ټويټر پاڼه د کورونو ړنګولو پر مهال د پوليسو له خوا له استوګنو سره چلند غندلی او ليکلي يې دي چې "د پوليسو له خوا پر احتجاج کوونکو ښځو بريد شرمناکه عمل دی."

د کراچۍ په مجاهد کالونۍ کې زیاتره اوسېدونکي پښتانه دي. په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا څو ځله د دې خلکو لپاره احتجاجونه شوي دي.

دوی تور پورې کوي چې د سیند حکومت یوازې په دې سیمه کې هغه کورونه او ودانۍ ړنګوي چې ملکیت یې د پښتنو دی خو د سیند حکومتي‌ چارواکي دا تور ردوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټویټر په یو بیان کې د دې پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې د دې خلکو لپاره به دوی احتجاج جاري ساتي.


بلخوا د کراچۍ د پرمختګ ادارې "کې ډي اې" ويلي چې په مجاهد کالونۍ او وحيد کالونۍ کې پر حکومتي مځکه د قبضې تر ختمولو وروستو به د پينځه کروړه روپیو په لګښت له ناظم اباده تر ضياوالدين هسپتال پورې ۱۵۰ فټه پراخ سړک جوړوي.

د یادې ادارې مشر محمد علي شاه وایي چي تر اوسه۶۰ فیصده مځکه له تجاوزاتو خلاصه شوې ده.

دې ادارې د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۲۸مه د وحید کالونۍ اوسېدونکو ته د اېستل کېدو خبرداری ورکړی وو. یادې ادارې د اكتوبر پر ۱۴مه نېټه يو ځل بيا هغه خبرداری تکرار کړی وو.

د ادارې چارواکي وايي‌ چې د دې کالونۍ اوسېدونکو د دوی پر خبرداري‌ له عمل کولو ډډه کړې او په داسې حال کې یې له تشدده په ډکو احتجاجونو پیل کړی چې د ملکیت هېڅ قانوني اسناد نه لري.

بلخوا د مجاهد کالونۍ ۱۱ اغېزمنو اوسېدونکو د سیند په های کورټ کې هم خواست کړی وو خو عدالت د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه دا درخواست رد کړی وو.

XS
SM
MD
LG