د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې بمي چاودنې درې کسان وژلي دي


په دا وروستيو کې د جنوبي وزيرستان په واڼه بازار کې هم د ناامنۍ يوشمېر پېښې رامينخ ته شوې دي. انځور له ارشيفه
په دا وروستيو کې د جنوبي وزيرستان په واڼه بازار کې هم د ناامنۍ يوشمېر پېښې رامينخ ته شوې دي. انځور له ارشيفه

د جنوبي وزيرستان د چګملي سيمې په مارکېټ کې دننه بمي چاودنې درې کسان وژلې او يو يې ژوبل کړی دی.

د چګملي تاڼې مشر نصرالله مشال راډیو ته وویل چې چاودنه نن (د نومبر پر ۱۸مه) په ځمکه کې د پټ کړل شوي بم په واسطه شوې ده. نوموړي زياته کړې چې تر چاودنې وروسته يې مارکېټ تړلی او د لټون عمليات يې پيل کړي دي.

چارواکي وايي چې په بمي چاودنه کې وژل شوي دوه (حکومت ته) تسليم شوي طالبان او يو د اېف سي سرتېری دی.

تر اوسه د دې بمي بريد مسوليت چا نه دی منلی.

په دا وروستيو کې په جنوبي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې چې ولس يې د مخنيوي لپاره لاريونونه او احتجاجونه هم کړي او له چارواکو يې د سيمې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

چارواکي وايي چې د سيمې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يې اقدامات کړي او د ناامنۍ د مخنيوي لپاره يې عمليات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG