له اداکار ارشد حسين سره د هغه پر فلم "روزي اېن لاک ډاون" خبرې
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پښتو او اردو ډرامو يو نوميالی اداکار ارشد حسين دی. نوموړی په پېښور کې اوسي او په وروستیو کې یې "په ټولبند کې د روزي" (روزي اېن لاک ډاون) په نوم يو ټېلي فلم پر يوټيوب خپور کړی دی. دی د فلم د کيسې ليکوال او هم هدايتکار دی. ارشد حسين په خپله په فلم کې د موسيقۍ د يو استاد کردار لوبولی دی. نوموړی وايي، د فلم کيسه تر ډېره د کورونا جهاني وبا په وختونو کې د سيمې خلکو، په تېره هنرمندانو ته، له ورپېښو ستونزو څرخي. په خپرونه کې د ارشد حسين د فلم په اړه د خبرو ترڅنګ ځينې سندرې هم اورېدای شئ.
برخې
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۴
زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
-
مارچ ۲۱, ۲۰۲۴
سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۴
صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري
-
فبروري ۱۵, ۲۰۲۴
وحيد حيدر وايي غزل ويل زيات محنت غواړي