د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي


روسیې د افغانستان په اړه يوه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې هم جوړه کړې وه چې طالبانو ګډون پکې کړی وو.

ټاکل شوې چې د نومبر پر ۱۶مه د روسيې په سرښار مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

دا غونډه، چې د "مسکو فارمېټ" په نوم ده، د طالبانو د سرپرست حکومت د استازو په نه موجودیت کې جوړېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر پر نهمه د روسیې تاس خبرې اژانس ته ويلي ول چې هغې غونډې ته د طالبانو استازي نه‌ دي وربلل شوي. نوموړي د دې دلیل ور نه کړ.

طالبانو ویلي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل "منفي" اغېز کولای شي او له شمولیت پرته به یې غونډه "نیمګړې" وي.

روسیې د افغانستان په اړه دا ډول يوه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې هم جوړه کړې وه چې په هغه کې یې د طالبانو استازیو ته هم بلنه ورکړې وه او هغوی ګډون پکې کړی وو.

د چارشنبې یا شورو ورځې په غونډه کې د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغیزستان او قازقستان استازي برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG