د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۶ کان کيندونکي تښتول شوي


په بلوچستان کې کان کيندونکی (انځور له ارشيفه)
په بلوچستان کې کان کيندونکی (انځور له ارشيفه)

د بلوچستان په مچ سیمه کې وسلوالو شپږ کان کیندونکي تښتولي دي.

په مچ کې د کان کیندونکو د اتحادیې مشر اقبال یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې هغوی د نومبر پر ۱۳مه تښتول شوي او ټول پښتانه دي. د ده په وینا، څلور د خیبر پښتونخوا د شانګلې، یو د مچ او بل د افغانستان دی.

د مچ یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته یې امنیتي ګامونه پورته کړي او د تښتول شویو لټون روان دی. تر اوسه چا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG