د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کابل کې د داعش د ۵ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


طالب وسله وال په کابل کې ګزمه کوي (انځور له ارشيفه)
طالب وسله وال په کابل کې ګزمه کوي (انځور له ارشيفه)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې په کابل کې یې د داعش وسلوالې ډلې پینځه غړي وژلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر ۱۳مه ماښام مهال پر ټوېټر ليکلي‌ چې د خالي یا شنبې شپې مهال د کابل په پنجصد فامیلیو سیمه کې پر یوه کور د طالبانو "په ځانګړو عملياتو کې پینځه خوارج" وژل شوي. طالبان داعش وسلوالو ته خوارج وايي.

مجاهد ادعا کړې چې هغو کسانو په ځینو چاودنو کې لاس درلود او د لویو چاودنو پلان یې جوړ کړی وو. تر اوسه په ازاد ډول د طالبانو د ادعا تصديق نه دی شوی.

د شنبې په شپه د کابل د خیرخانې له سیمې د ډزو او چاودنو اوازونه اورېدل شوي ول. پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼو کسانو ځینې ویډیوګانې خپرې کړې وي خو طالبان یې په اړه چوپه خوله ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG