د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په سوات کې هغه تن نیولی چې د بودا مجسمه یې په کاڼو ويشتلې وه


د سوات په جهان اباد کې د بودا مجسمه
د سوات په جهان اباد کې د بودا مجسمه

د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیس وايي يو تن یې د بودا لرغونې مجسمې ته د زیان رسولو په تور نيولی دی.

د سوات پوليسو مرستيال مشر ايس ايس اپي ارشد خان د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پر ټولنيزو رسنيو د سنګوټي سیمې يو زلمي، ابوبکر ويډيو خپره شوې وه چې نوموړی پکې ښکاري‌ چې د اوومې پېړۍ د بودا هغه مجسمه پر کاڼو ولي‌ چې په يو غره کې جوړه شوې ده.

ارشد خان زیاته کړه چې که څه هم مجسمې ته ډير زیان نه دی رسېدلی خو دغه کار د پاکستان د قوانينو خلاف کار دی نو ځکه یې ابوبکر نيولی دی.

ده وویل، "کله چې دغه ويډيو پر انټرنيټ مشهوره شوه او موږ ته را ورسيده نو په سمدستي توګه مو دغه هلک ګرفتار کړ. د هغه په خلاف د نوادراتو کال ۲۰۱۶م قانون لاندې مقدمه درج شوې ده."

د سوات په جهان اباد سیمه کې دا بودها مجسمه په یو دنګ غره کې له ځمکې ۱۶ فټه لوړه جوړه شوې ده.

په ۲۰۰۷ کال کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو هم دې ۱۲۰ فټه دنګې مجسمې څه برخې په بمونو الوځولې وې خو په ۲۰۱۶ کال کې د ايټلي لرغونپوهان ورغلل او بیرته یې جوړه کړه.

هر کال د بهرنیو وګړو په ګډون په زرګونه خلک د دې او سوات نورو لرغونو اثارو ليدلو ته ورځي.

ځايي خبریال فضل خالق چې د تاريخي اثارو په اړه یې ګڼ راپورونه جوړ کړي دي، مشال راډيو ته وويل چې په کاڼو ويشتل شوې مجسمه په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.

هغه زیاته کړه چې دا مجسمه د سوات د ډيرې لرغونې زمانې ترجماني‌کوي نو پکار ده چې د زیانمنېدو پر ځای وساتل شي.

په سوات کې ګڼې مجسمې او تاريخي ځايونه دي چې د جولايي‌د مياشتې سېلابونو هم ورته زیان رسولی وو. د دې تر څنګ وخت ناوخته ورته ځينو خلکو هم د زیان رسولو هڅې کړې دي.

ځايي مدني فعال او ادیب وکیل عطاالله جان مشال راډيو ته وويل چې پکار ده حکومت په ښوونځيوو کې زده کوونکو ته د نصاب او خلکو ته د عامه پوهاوي غونډو له لارې وښيي چې د بودايي مذهب دا مجسمې او نور اثار د خیبر پښتونخوا اثاثه ده.

XS
SM
MD
LG