د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د بلال خان بلال د "اهنګ کدې" فعاليتونه


په اسلام اباد کې د بلال خان بلال د "اهنګ کدې" فعاليتونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:48:40 0:00

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د تاڼې کلي يو ځوان رباب غږوونکی بلال خان بلال دی. نوموړی په ټولنيزو علومو کې ماسټري لري او له تېرې څه مودې راهيسې په اسلام اباد کې د "اهنګ کده" په نوم د رباب او دموسيقۍ د يو شمېر نورو الاتو د زدکړې يو مرکز چلوي. بلال وايي، اوسمهال شاوخوا ۷۰ کسان، چې نجونه هم پکې شاملې دي، د ده په مرکز کې موسيقي زده کوي. د بلال خان بلال د هنري هلو ځلو په اړه د ده خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG