شاه فاروق وايي د سولې سندرو باوجود سيمه لا ارامه شوې نه ده
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی شاه فاروق دی. نوموړی وايي، د سندرغاړي په توګه شهرت دې ته اړ کړ چې له خپل پلرني ټاټوبي بنو څخه کوټې ته کډه شي. فاروق دا مهال په پېښور کې اوسي. دی وايي، سندرې يې دومره ډېرې دي چې دقيق شمېر يې نه دی ورمعلوم. دی البته په خپګان وايي چې له دې باوجود چې دی او يوشمېر نور پښتانه سندرغاړي په خپلو سندرو کې د امن غږ پورته کوي، سيمه لا هم ارامه نه ده. د شاه فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري ۲۷, ۲۰۲۵
سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵
ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵
خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی