د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د هارمونيم او رباب د زدکړو يو پروګرام پيلېږي


پېښور کې د هارمونيم او رباب د زدکړو يو پروګرام پيلېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

په پېښور کې د مفکورې په نوم یوې ادارې د سیمې د ځوانانو لپاره د هارمونيم او رباب د زدکړو د يوه پروګرام تابيا کړې ده چې ټاکل شوې د نومبر پر اوومه پیل شي. هغه ناحکومتي اداره وخت په وخت پر بېلابېلو علمي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو غونډې کوي. د مفکورې مشر حيات روغانی وايي، د موسیقۍ زدکړې پروګرام يې پخوا پيلول غوښتل خو وسايل يې نه لرل. مشال راډیو له نوموړي سره مرکه کړې او ورڅخه یې پوښتلي چې د موسیقۍ الاتو د ښوونې پروګرام هدف څه دی؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب لپاره مرکه واورئ.

XS
SM
MD
LG