د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا "پښتون قامي اتحاد" د نومبر پر څلورمه د امن لپاره احتجاج کوي


په اتحاد کې یوشمېر ګوندونه او ډلې شاملې دي چې د اکتوبر پر ۲۹مه یې په پېښور کې غونډه وکړه.
په اتحاد کې یوشمېر ګوندونه او ډلې شاملې دي چې د اکتوبر پر ۲۹مه یې په پېښور کې غونډه وکړه.

د خيبر پښتونخوا له یوشمېر ګوندونو او ډلو جوړ "پښتون قامي اتحاد" اعلان کړی چې د نومبر پر څلورمه به د امن لپاره احتجاج کوي.

دا پرېکړه د اکتوبر پر ۲۹مه په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند په بلنه د اتحاد غړو ګوندونو په غونډه کې کړې ده.

په اتحاد کې عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ، جمعيت علمای اسلام (ف) او یوشمېر نور ګوندونه او ډلې شاملې دي.

د عوامي نیشنل ګوند يو مشر سردار حسين بابک د اکتوبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې له حکومته د وسلوالو مخنیوی غواړي.

ده وویل، په دې مارچ کې به د ټولو سياسي ګوندونو غړي، تاجران او عام ولس شامل وي او غوښتنه یوازې د امن ده. "موږ غواړو چې قلنګ اخیستل، تښتونې، هدفي وژنې، بمي حملې او جبري لادرکه کول ودرېږي."

د سردار حسین بابک په وینا، د پاکستان ریاست ته دا پیغام ورکول غواړي چې پښتانه نوره بې امني نه شې زغملای.

تر دې مخکې هم د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امن لپاره جرګې او مظاهرې شوې دي.

د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي چې امنيتي ادارې بیداره دي او وسلوال بيا منظمېدو ته نه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG