لسګونه سیاستوالانو او پخوانیو چارواکو "د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت" جوړولو اعلان کړی دی.
د حرکت په مشرتابه کې د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د استخباراتي ادارې مشر معصوم ستانکزی او یوشمېر نور سیاستوال شامل دي.
د حرکت انلاین پرانیستغونډه د اکتوبر پر ۱۵مه وشوه چې پکې لسګونه کسانو ګډون وکړ.
د غونډې ویاند دین محمد مبارز راشدي ویلي دي چې دوی د سیاسي مذاکراتو له لارې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل په لټه کې دي.
راشدي په خپلو خبرو کې د طالبانو په تېره څه باندې یو کلنه واکمنۍ کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو یادونه وکړه. دا هغه موضوع ده چې نړیوالې ټولنې یې هم په بیا بیا ذکر کړی دی او پر طالبانو یې د ښځو او د نجونو د حقونو خوندیتوب ټینګار کړی دی.
طالبانو د نوي حرکت جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د دې ډول خوځښتونو مخالفت کړی.