د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې په دوو پېښو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي


پولیس وايي، د اکتوبر پر ۱۱مه لومړۍ پېښه د مردان په بخشالي او دویمه په ګوجر ګړۍ کې شوې ده.
پولیس وايي، د اکتوبر پر ۱۱مه لومړۍ پېښه د مردان په بخشالي او دویمه په ګوجر ګړۍ کې شوې ده.

پولیس وايي، په مردان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې د دوو ښځو او درې ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د مردان د پولیسو ویاند سلمان خان د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، لومړۍ پېښه د نهې (سې شنبې) پر ورځ په بخشالي کې شوې ده چې پکې یو سړي خپل زوی، نږور او درې لمسي وویشتل.

د ده په خبره، د پېښې لامل کورنۍ شخړه وه او د ملزم نیولو هڅې روانې دي.

خان وايي، د اکتوبر پر ۱۱مه په ګوجر ګړۍ کې یو سړي خپله ښځه او یو بل کس ووژل.

د پولیسو ویاند زیاتوي چې دا د ناموسي وژنې پېښه وه چې پکې یې د ککړتیا په تور درې کسان نیولي دي.

د خیبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن کلنی راپور ښيي‌ چې په ۲۰۲۱ز کال کې په هغه هېواد کې ۴۷۸ ښځې د ناموس په نامه وژل شوې وې.

په پاکستان کې سرکاري شمېرې ښيي چې په تېرو پینځو کلونو کې يوازې د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ۳۸ ښځو په ګډون ۷۰ کسان د "ناموسي وژنو" ښکار شوي دي. خو د بشري حقونو لپاره کاررکوونکي فعالان دا شمېر تر دې ډېر لوړ ښيي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG