د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر زپوريژيا ښار د روسانو په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي


په زپوريژيا ښار کې د روسانو د ميزایل تر برید وروسته حالت
په زپوريژيا ښار کې د روسانو د ميزایل تر برید وروسته حالت

د اوکراین په زپوریژیا ښار کې یو لوړ پوړي چارواکي ویلي چې د شپې مهال روسیو ځواکونو د ميزايلو په برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي دي.

د زپوریژیا ښار شورا سیکريټري اناتولي کورتېف د اکتوبر پر نهمه ویلي چې د اوکراین تر ولقې لاندې سیمه کې د برید له امله پنځه کورونه ړنګ شوي او شاوخوا ۴۰ ته زیان رسیدلی دی. دغه سیمه تیره اونۍ روسیې د نړیوالو قوانینو سرغړونې په کولو له ځان سره یو ځای کړې وه.

پر زپوریژیا ښار د اکتوبر پر شپږمه هم درنه بمباري شوې وه چې پکې ۱۱ تنه وژل شوي وو. له زپوریژیا سره نیږدې د روسیې تر ولقې لاندې سیمه کې د ایټمي بټۍ چارې هم مسکو په خپل واک کې اخیستې دي.

د اوکراین ځواکونو د هېواد په جنوب او ختیځ کې د تېرو څو اوونیو راهیسې په ځوابي عملیاتو کې د زیاتې خاورې په نیولو سره مهمې لاس ته راوړنې کړې دي چې له امله یې روسي ځواکونه له ډېرو سیمو شاتګ ته اړ شوي دي. اوکراین ویلي چې له ۷۷۰ مربع کلومیټرو څخه زیاته هغه خاوره یې نیولې چې مخکې د روسیو ځواکونو تر قبضې لاندې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG