د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا حکومت په هړتال ناست سرکاري ډاکټرانو خلاف د کارروايۍ پرېکړه کړې


د پېښور په روغتونونو کې ډاکټرانو د خپلو غوښتنو لپاره تر دې وړاندې هم څو ځلې هړتالونه کړي ــ انځور له ارشيفه
د پېښور په روغتونونو کې ډاکټرانو د خپلو غوښتنو لپاره تر دې وړاندې هم څو ځلې هړتالونه کړي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا حکومت د هغو ډاکټرانو پر ضد د کارروايۍ پرېکړه کړې چې د احتجاج په توګه یې په روغتونونو کې يې د عامو ناروغانو له کتلو انکار کړی وو.

ډاکټرانو د اکتوبر پر شپږمه د پېښور له لېډي ریډینګ روغتون څخه د کرامت الله په نامه د يوه ډاکټر د ايستلو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه او د ډاکټرانو اتحادیې پرېکړه وکړه چې د احتجاج په توګه به د ټولې صوبې په سرکاري روغتونونو کې د عامو ناروغانو کتنځايونه يا او پي ډي تړلې وي.

د لېډي ریډینګ روغتون انتظامیې د مظاهرچیانو پر ضد د روغتیايي خدماتو ادارې صوبايي مشر ته په يو لېږل شوي ليک کې ويلي چې د ډاکټرانو هړتال د رنځورانو ژوند په خطر کې اچولی دی.

په ليک کې راغلي چې د خيبر پښتونخوا د روغتیا له قانون سره سم د روغتیايي اسانتیاوو نه ورکول د سزا وړ جرم دی او د ککړو کسانو پر ضد دې قانوني کارروايي وشي.

د ډاکټرانو اتحادیه وايي چې د ډاکټر کرامت الله د نوکرۍ تر بیا بحالولو او د صحت انصاف کارډ په اړه تر پلټنو باوري کولو پوری به احتجاج ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG