د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو کندهار کې ۱۳ کلنې او زيات عمر لرونکې نجونې له ښوونځيو ایستلي دي


په کندهار کې طالب چارواکو له پينځم او شپږم ټولګيو هغه نجونه ایستلي چې عمرونه يې ۱۳ کاله يا تر هغې زيات دي ــ انځور له ارشيفه
په کندهار کې طالب چارواکو له پينځم او شپږم ټولګيو هغه نجونه ایستلي چې عمرونه يې ۱۳ کاله يا تر هغې زيات دي ــ انځور له ارشيفه

په کندهار کې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګیو ښکته زده کوونکې په دې پلمه له ښوونځيو باسي چې عمرونه يې ۱۳ کاله يا تر هغه زيات دي.

هغو نجونو، چې ډېری یې د پينځم او شپږم ټولګیو زده کوونکې دي، مشال راډیو ته ویلي چې طالب چارواکي یې اوس ښوونځیو ته نه پرېږدي.

په کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست چارواکي هم مني چې د لوړ عمر لرونکې نجونه له ښکته ټولګیو څخه ایستل شوي او کورونو ته لېږدول شوي دي.

بلخوا د کندهار اوسېدونکي وايي چې تر شپږم ټولګي پورته مکتبونه (سکولونه) تړل او نجونه ښوونځیو ته نه‌ پرېښودل ټولنه له یوې لویې تیارې سره مخامخ کوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې په ټول هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي. په افغانستان کې دا مهال له درو مېلیونو زیاتې نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

افغان نجونو او مېرمنو په وار وار غوښتنه کړې چې هغوی دې تعلیمي ادارو ته پرېښوول شي.

په افغانستان کې دننه او دباندې ګڼو خلکو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د حکومت پر دغه ګام سختې نيوکې کړې دي.

د طالبانو په حکومت کې دننه هم یوشمېر چارواکي د نجونو ښوونځيو پرانيستلو په حق کې دي خو ځينې سختدريځه مشران د دې ګام مخالفت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG