د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې کروندګرو تر حکومتي ډاډ وروسته پرلت پای ته ورساوه


د پاکستان د بېلابېلو سيمو کروندګرو د بجلۍ په بېلونو، سرې او توخمونو په بيو کې د رعايت غوښتنه کوله ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان د بېلابېلو سيمو کروندګرو د بجلۍ په بېلونو، سرې او توخمونو په بيو کې د رعايت غوښتنه کوله ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پاکستان د بېلابېلو سيمو کروندګرو خپله احتجاجي ناسته پای ته رسولې ده.

د اکتوبر پر څلورمه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله په اسلام اباد کې د کروندګرو پرلت ته ورغلی وو او اعلان يې وکړ چې د "کسان اتحاد" په نوم د کروندګرو د اتحاديې او وزيراعظم شهبازشريف ترمينځ تر ملاقات وروسته د احتجاجي ناستې پای ته رسولو پرېکړه شوې ده.

ده زياته کړه چې وزیراعظم د کروندګرو د غوښتنو په اړه یوه کمېټي جوړه کړې چې د اکتوبر پر پینځمه به له کروندګرو سره ناسته کوي او د هغوی پر ستونزو به ورسره غږېږي.

کروندګرو له تېرو دوو اوونيو راهيسې په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو. هغوی غوښتنه کوله چې د بجلۍ په بېلونو، سرې او توخمونو په بيو کې دې رعايت ورسره وشي، ځکه د هغوی په وينا، په هېواد کې يې روانې ګرانۍ ژوند له ستونزو ډک کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG