د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلینډ پاکستان ته په ماتې ورکولو د اووه ۲۰ اووریزه سیالیو لړۍ وګټله


د انګلینډ لوبډلمشر معین علي د اکتوبر پر دویمه تر سیالۍ وروسته د لړۍ د اتلولۍ جام اخلي.
د انګلینډ لوبډلمشر معین علي د اکتوبر پر دویمه تر سیالۍ وروسته د لړۍ د اتلولۍ جام اخلي.

د انګلستان (انګلینډ) د کرکټ ملي لوبډلې په وروستۍ ۲۰ اووریزه کرکټ سیالۍ کې پاکستان ته په ۶۷ منډو له ماتې ورکولو سره د اووه لوبو لړۍ وګټله.

د اکتوبر پر دویمه د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړی بیټېنګ انګلینډ وکړ چې پکې یې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

پاکستان چې بیټېنګ پیل کړ نو تر دویم اوور پورې یې پرانیستونکي توپوهونکي بابر اعظم او محمد رضوان سوځېدلي ول.

تر هغې وروسته د پاکستان لوبډلې په چټکۍ منډې جوړې نه کړای شوې او د ۲۰ اوورونو تر پای پورې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۲ منډې جوړې کړای شوې.

د انګلینډ لوبډلې په کراچۍ او لاهور کې له شویو اووه سیالیو څخه څلور هغه وګټلې او په دې توګه د لړۍ اتله شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG