عبيد خان وايي په سندرو کې ژوندي سازونه کاروي
د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ يو ځوان سندرغاړی عبيد خان دی. نوموړي په وروستيو کې د خاطر اپرېدي يو غزل ثبت او پر خپل يوټيوب چینل خپور کړی دی. عبيد خان وايي، د موسيقۍ رسمي زده کړې يې نه دي کړي، خو د سيمې ځينې استادان ورسره وخت په وخت په کمپوزونو جوړولو کې مرسته کوي. دی زياتوي چې رباب، سارينده، وايلن او کلارنټ يې د خوښې سازونه دي او هڅه کوي چې په خپلو سندرو کې يې په ژوندۍ بڼه وکاروي. د عبيد خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
سپټمبر ۲۸, ۲۰۲۳
ځوان سندرغاړی شهاب شاهین وايي سوات کې د موسیقۍ سټوډیو پرانیزي
-
سپټمبر ۲۱, ۲۰۲۳
کمال خان وايي خپل هنر د ولس بیدارۍ لپاره کارول غواړي
-
سپټمبر ۱۴, ۲۰۲۳
خالد ملک: سندرغاړي د سندرو زياتو لګښتونو پرېشانه کړي
-
سپټمبر ۰۷, ۲۰۲۳
خورشید عالم صابر وايي خپلو سندور ته ویډیو جوړول ورته ګران دي
-
اګست ۳۱, ۲۰۲۳
بلال شفقت وايي، شپېلۍ د نړۍ تر ټولو ګران ساز دی