د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا د پوهنتونونو استادان د عمران خان کور مخې ته په احتجاج دي


استادان په اسلام اباد کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کوي. د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر ۱۴مې انځور
استادان په اسلام اباد کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کوي. د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر ۱۴مې انځور

د خیبر پښتونخوا د دولتي پوهنتونونو سلګونه کارکوونکو او استادانو د خپلو دندو د دایمي کېدو لپاره د اسلام اباد په بني ګالا کې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان کور مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی.

د ۳۲ دولتي پوهنتونونو کارکوونکي د سېپټېمبر له ۲۴مې راهیسې په اسلام اباد کې په احتجاج دي او دعوه کوي چې ګڼ کسان په وروستیو کې له دندو ګوښه شوي دي. دوی پرون مشال راډیو ته وویل چې څه د پاسه ۵،۰۰۰ کسان له کلونو راهیسې قراردادیان دي.

د صوابۍ پوهنتون استاد ډاکتر صفدر علي مشال راډیو ته وویل، حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د پوهنتونونو په قانون کې بدلونونه وکړل چې له وجې یې د لنډمهالو کارکوونکو د دندو دایمي کېدو مخه نیول شوې.

هغه زیاته کړه:"له ګرېډ ۱ څخه تر ګرېډ ۲۰ پورې د مختلفو [رتبو] ملازمین دي چې په کنټریکټ (قرارداد)، [ورځنۍ] او [معینې تنخا] کار کوي. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د [پوهنتونونو په قانون کې بدلون] وشو خو په هغې کې داسې څه لار نه شته چې زموږ دندې ورسره دایمي شي."

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار وايي، د قانون له مخې، پوهنتونونه په خپلو چارو کې خپلواکه دي. محمد علي سیف بېګا مشال راډیو ته په استولي لیکلي بیان کې زیاته کړې چې صوبايي حکومت د کارکوونکو او د پوهنتونونو انتظامیو ترمینځ د مذاکراتو منځګړتوب ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG