د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د هېليکاپټر غورځېدو پېښه کې د کور کمانډر په ګډون شپږ پوځي افسران وژل شوي


پوځي هېليکاپټر د اګست پر لومړۍ نېټه د بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو کې لادرکه شوی وو. پخوانی انځور
پوځي هېليکاپټر د اګست پر لومړۍ نېټه د بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو کې لادرکه شوی وو. پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په لسبېله سيمه کې د پوځي هېليکاپټر په پېښه کې د سوهېېلي زون کور کمانډر په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اګست پر دوېمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د هغه هېليکاپټر پاتې شونې (ملبه) د بلوچستان د لسبېلې ضلعې په موسا ګټ سيمه کې موندل شوي چې د اګست پر لومړۍ نېټه ورک شوی وو.

پوځ وايي چې په هېليکاپټر کې شپږ واړه سپاره پوځي چارواکي وژل شوي دي. په وژل شویو کې د سوهېلي زون پر کور کمانډر لېفټينېنټ جنرل سرفراز علي سربېره بريګيډیېر امجد حنیف، بریګيډیېر محمد خالد، مېجر سعید احمد ، مېجر محمد طلحه منان او نایک مدثر فیاض شامل دي.

بیان زیاته کړې چې د لومړنیو پلټنو له مخې، دا هېليکاپټر د خراب موسم له کبله لوېدلی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځ د اګست پر لومړۍ نېټه پر ټویټر ولیکل چې یو پوځي هېليکاپټر یې په بلوچستان کې لادرکه شوی دی.

بیان زیاته کړې وه چې د دوی له دې هېليکاپټر سره هغه وخت رابطه پرې شوه چې د بلوچستان د لسبېلې په سېلاب ځپلو سيمو کې یې خلکو ته مرستو رسولو په کارونو کې برخه اخيسته.

د پوځ په وینا، کور کمانډر په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستندويه کارونو څارنه کوله.

بلخوا د پاکستان ولسمشر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف په ګډون لوړپوړو چارواکو پر دې پېښه خفکان څرګند کړی دی.

په پاکستان کې په دا وروستيو کې د پشکال بارانونو او راغليو سېلابونو شاوخوا ۵۰۰ کسان وژلي چې نېږدې ۱۵۰ يې په بلوچستان کې دي.

XS
SM
MD
LG